کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / پر وټساپ د غږیز پیغام له استولو وړاندې د اورېدلو طریقه

پر وټساپ د غږیز پیغام له استولو وړاندې د اورېدلو طریقه

د نړۍ په کچه د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ ورځ تر بلې د خپلو کاروونکو اړتیاوې په نظر کې نیسي او نوې ځانګړنې ور زیاتوي او په زړو ځانګړو کې بدلونونه رامنځته کوي.

څه موده وړاندې د وټساپ د محرمیت پالیسۍ په سبب ډېر شمېر کاروونکو د یادې رسنۍ استعمال کم کړ او پرځای یې د بدیلو رسنیو کارونه پیل کړ، چې بیا یې په سبب شرکت لوی تاوان سره مخ شو.

په دې اپلیکیشن کې یوازې د پیغام رسونې اسانتیاوې نشته بلکې په مرسته یې غږیز پیغامونه، عکسونو او نور اسناد هم استول کېږي.

په دې اپلیکیشن کې د غږیز پیغام استولو وړاندې د خلکو هیله وي چې یو ځل یې واوري، خو طریقه یې خلکو ته نه ده معلومه، نو راځئ چې طریقه یې در وښیو:

ددې لپاره وټساپ ته لاړ شئ او د هغه ملګري چیټ ته ورشئ چې پیغام ورته استوئ، آواز د مایک بټن ووهئ او غږ مو ریکارډ کړئ، بیا د هوم بټن ووهئ او هوم سکرین ته لاړ شئ او بیا وټساپ ته لاړ شئ، نو هلته به د ډیليټ او اورېدلو اپشن وګورئ.

دا هم ولولئ

فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د اکتوبر ۲۸مه نېټه د خپل شرکت نوم بدل …