کورپاڼه / جالب / د کورنیو چارو وزارت: د جنرال مـبـیـن نظر شخصي دی

د کورنیو چارو وزارت: د جنرال مـبـیـن نظر شخصي دی

د ا.ا د کورنیو چارو وزارت د جنرال مـبـیـن نظر شخصي بللی او ویلي دي چې د نوموړي څرګندونې د ا.ا نماینده ګي نشي کولی، بلکې دا یې له ځانه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ا.ا یو تن فیسبوکي جنرال مـبـیـن د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو پر ضد سختې څرګندونې کړې دي او ویلي دي چې دوی دې د درې رنګه بېرغ خبرې نه کوي او د ا.ا بېرغ به پرې په زور ومني.

د افغانستان لوبډله په نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان د درې رنګه بېرغ او ملي سرود سره لوبېږي، چې تېره ورځ یې نه یوازې لوبغاړي، بلکې افغانان هم ډېر خوشحاله او خپه کړل، چې خپل بېرغ او ملي سرود یې په نړیوال مېدان کې ولید.

خو اوس د ا.ا یو کس مـبـیـن بیا ویلي، چې کرکټران دې د درې رنګه بېرغ خبرې نه کوي، ځکه دلته اوس یو نظام موجود دی او دا لوبغاړي د ا.ا له خوا لېږل شوي دي، د غني د کرکټ بورډ له خوا نه دي لېږل شوي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي، چې کله دا کرکټران د کابل هوايي ډګر ته راځي، نو زه به مخې ته ورځم او بیا به وګورم چې دوی کوم بېرغ پورته کوي، هلته به د دوی د بېرغ سره مینه معلومه شي او وه به ګورئ چې په زور پرې د ا.ا بېرغ منو.

بل لوري ته د کرکټ اجراییوي رییس له لوبډلې سره اړیکه نېولې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې په نړیوال جام کې دې په لوړ مرال سره ولوبېږي.

دا هم ولولئ

یو بې ګناه شخص د څېرې د ورته والي په سبب په درېیو ورځو کې پنځه ځله بندي شوی

د چین یو اوسیدونکي ته د څېرې ورته والی ګران تمام شو، پولیسو مجرم سره …