کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دېش خپله دویمه لوبه انګلستان ته وبایلله

بنګله دېش خپله دویمه لوبه انګلستان ته وبایلله

بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې په سوپر (۱۲) پړاو کې خپله دویمه لوبه هم ترسره کړه، چې په دې لوبه کې هم له ماتې سره مخ شول.

د شل اوریز نړیوال جام ۲۰مه لوبه د انګلستان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ د ابوظبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې بنګله دېش پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۴ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې مشفیق الرحیم ۲۹ زیاتې منډې وکړې. د انګلستان لخوا تامل میلز درې، لیم لیونګسټون او معین علي دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

انګلستان لوبډلې د ۱۲۵ هدف په ۱۴.۱ اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او بنګله دېش ته یې په اتو ویکټو ماتې ورکړه.

د انګلستان لپاره جیسن رای ۶۱، ډیویډ ملان ۲۸ او جوس بټلر ۱۸ منډې جوړې کړې او بنګله دېش ته شرف الاسلام او نسوم احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …