کورپاڼه / کرکټ / سارو ګنګولي: په لوبډله کې د یو توپ اچونکي کمی حس کوم

سارو ګنګولي: په لوبډله کې د یو توپ اچونکي کمی حس کوم

د هند کرکټ بورډ مشر او پخوانی لوبډلمشر سارو ګنګولي د هند لوبډلې ته مشوره ورکړې، چې د پاکستان پر وړاندې ماتې هېره کړي او په ټورنمنټ کې دې پر راتلونکو لوبو فوکس وکړي.

نوموړي د لوبډلې په اړه هم څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې په لوبډله کې د یوه اضافي توپ اچونکي د کمښت احساس کوي.

هغه په یو بیان کې ویلي دي، چې هند لوبډلې دې د پاکستان پر وړاندې ماتې هېره کړي، تر اوس یوازې یوه لوبه شوې ده، هندۍ لوبډله بېرته کم بیک کولی شي.

ګنګولي زیاته کړې ده، چې پر ټولنیزو رسنیو کې د تېرې لوبې ټوله پړه یوازې په محمد شامي اچول کېږي چې دا د افسوس وړ ده، لوبه ډېره مشهوره شوې او په اوسني دور کې هرڅوک پر ټولنیزو رسنیو خپله غوسه سړوي.

هغه دغه راز ویلي، چې د لوبډلمشر پرمهال د ۲۰۰۳ کال نړیوال جام پرمهال له همداسې حالت سره مخ شوی و او له استرالیا یې دې ته ورته ماتې خوړلې وه. هغه وخت د محمد کیف کور په تیږو ویشتل کېده خو بیا هندي لوبډلې کم بیک وکړ او تر پایلوبې ورسېده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …