کورپاڼه / کرکټ / بنګله دېش هم په نړیوال جام کې یو مهم لوبغاړی له لاسه ورکړ

بنګله دېش هم په نړیوال جام کې یو مهم لوبغاړی له لاسه ورکړ

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې د باولینګ الراونډر محمد سیف الدین د ملا د ټپ په سبب د شل اوریز نړیوال جام له پاتې لوبو بهر شو او پرځای یې روبیل حسین په لوبډله شامل شو.

د رسنیو د راپورونو پر اساس، د بنګله دېش لوبډلې الراونډر لوبغاړی سیف الدین د ملا د ټپي کېدو په سبب له نړیوال جام بهر شو او پرځای یې له احتیاطي لوبغاړو روبیل حسین په لوبډله کې شامل شو.

محمد سیف الدین، چې ۲۴ کاله عمر لري، تر اوسه پورې د بنګله دېش لپاره په هره لوبه کې لوبېدلی او په هره لوبه کې یې لږ تر لږه یوه ویکټ ترلاسه کړې او د لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې د پاپو نیوګیني پر وړاندې په ۶ توپونو د ۱۹ ناسوځېدلو منډو په جوړولو هم بریالی شو.

بل لوري ته روبیل حسین په ټوله کې ۱۵۹ نړیوالې لوبې کړي، چې په دې کې ۲۸ نړیوالې شل اوریزې هم شاملې دي او په دې لوبو کې یې د ۹.۴۵ په اکانومۍ سره اته ویشت ویکټې ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده، چې بنګله دېش د نړیوال جام په سوپر (۱۲) پړاو کې لومړۍ لوبه د سریلانکا پر وړاندې او دویمه یې نن د انګلستان پر وړاندې وبایلله.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …