کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د فیسبوک له کارونې وړاندې د ماشومانو لپاره شرط

د فیسبوک له کارونې وړاندې د ماشومانو لپاره شرط

اوس په استرالیا کې ماشومان د فیسبوک کارونې لپاره د والدینو اجازې ته اړتیا لري. هلته یو داسې قانون دی چې له مخې یې له شپاړس کلنو کمه عمره ماشومان د فیسبوک او انستاګرام کارونې لپاره د والدینو اجازې ته اړتیا لري.

دا قانون پر فیسبوک، انستاګرام، ریډیټ، اونلي فینز، بومبل، وټساپ او زوم هم تطبیقېږي او دا قانون ددې لپاره دی ترڅو د یادو شرکتونو د کاروونکو عمر په ښه ډول معلوم کړي.

د یادونې وړ ده، په استرالیا کې له وړاندې دا قانون دی چې د فیسبوک او انستاګرام کارونې لپاره له دیارلس کلنو زیات عمر اړین دی او د عمر سم معلومولو لپاره یادې رسنۍ له مصنوعي ځیرکتیا څخه کار اخلي.

له قانون څخه په سرغړونې په استرالیا کې پر ټولنیزو رسنیو دوه میلونه ډالر جریمه ایښودل شوې او اوس دغه جریمه تر سل میلونو ډالرو پورې پورته شوې ده.

په یاد قانون کې راغلي دي، چې د انلاین پلیټ فارمونو د مجرمیت پالیسي د ماشومانو او کمزورو اشخاصو لپاره زیانمن تمامېږي.

دا هم ولولئ

فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د اکتوبر ۲۸مه نېټه د خپل شرکت نوم بدل …