کورپاڼه / سياست او روانې چارې / بادغیس کې یو سړي خپله ۱۴ کلنه لور په ۵۰ زره افغانۍ خرڅه کړې
نجیبه

بادغیس کې یو سړي خپله ۱۴ کلنه لور په ۵۰ زره افغانۍ خرڅه کړې

له کله راهیسې چې په افغانستان کې واک ا.ا ترلاسه کړی دی، له هغه وخت راهیسې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي او اوس خلک دې ته مجبوره شوي دي، چې خپل اولادونو د پېسو په بدل کې وپلوري.

همداسې یوه دردوونکې کیسه د بادغیس ولایت ده، چې په دغه ولایت کې یو اوسېدونکي خپله ۱۴ کلنه لور په پنځوس زره افغانۍ باندې پلورلې ده، چې نیمايي پېسې یې هم اخیستي دي.

د وي او اې پښتو اشنا سره د دغه نجلۍ پلار په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې نجیبه لور یې په پنځوس زره خرڅه کړې ده، ۲۵ زره افغانۍ یې اخیستي او پاتې ۲۵ زره افغانۍ چې ورکړي، نو لور به ترې بوځي.

د وي او اې پښتو د خبر له مخې، په اوسني حالت کې دغسې ډېری کورنۍ له ورته حالت سره مخ دي او ډېری کورنۍ دې ته مجبوره شوي دي چې خپل اولادونه وپلوري.

د دغه خبر له خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې اړه لسګونه خلکو پوسټونه کړي دي او د افغانانو په دغه اوسني وضعیت یې له ژړلي، ځینې کسان بیا هڅه کوي چې د دغه کورنۍ سره مرستې وکړي تر څو د لور له خرڅولو څخه راوګرځول شي.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …