کورپاڼه / کرکټ / یاسر عرفات او مصباح الحق پاکستان ته د افغان لوبډلې پر وړاندې د هوښیار اوسېدو لارښوونه کړې

یاسر عرفات او مصباح الحق پاکستان ته د افغان لوبډلې پر وړاندې د هوښیار اوسېدو لارښوونه کړې

د پاکستان کرکټ پخواني لوبغاړي یاسر عرفات او د یادې لوبډلې پخواني مشر روزونکي مصباح الحق، پاکستان لوبډلې ته لارښونه کړې چې د افغان لوبډلې پر وړاندې دې هوښیار اوسي.

یاسر عرفات ویلي دي، چې د افغان لوبډلې ماتول به آسانه نه وي، ځکه چې دغه لوبډله لومړۍ درجه روزونکي (شان ټیټ، لانس کلوزنر او انډي فلاور) لري.

دغه راز هغه زیاته کړې ده چې په دې لوبډله کې پنځه-شپږ لوبغاړي داسې دي چې په نړیوالو تجارتي لیګونو کې لوبېږي او په نړیوال جام کې په ځانګړي پلان سره لوبه کوي، چې نورو لوبډلو ته ستونزې جوړولی شي

بل لوري ته مصباح الحق ویلي دي، چې د افغانستان ورو توپ اچونکي د نورو لوبډلو د ورو توپ اچونکو په پرتله خطرناک دي، نو که چېرته په لومړیو کې ګوزاره وشي نو د لوبې ګټل به آسانه وي.

هغه د پاکستان لوبډلې کمزوري هم ښودلې او ویلي یې دي چې د ورو توپ اچونکو سره ستونزه لري او دا چاره په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې هم تکرار شوې وه.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …