کورپاڼه / خپلواک / نور علي ځدراڼ فرسټ کلاس سيالۍ کې د ۱۵۰ منډو په زړه پورې توپوهنه وکړه
نور علي ځدراڼ

نور علي ځدراڼ فرسټ کلاس سيالۍ کې د ۱۵۰ منډو په زړه پورې توپوهنه وکړه

خپلواک وېبپاڼه (۹ دسمبر ۲۰۱۹): د افغانستان ملي لوبډلې توپوهونکی نور علي ځدراڼ چې اوس مهال په روانو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو کې د مس عينک زون لوبډلې لپاره لوبېږي، د بند امير زون پر وړاندې يې په زړه پورې توپوهنه ترسره او ۱۵۰ منډې يې وکړې.

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سيالیو ۲۱مه لوبه په خوست لوبغالي کې د مس عينک زون او بند امير زون لوبډلو ترمنځ نن سهار پيل شوې ده، چې مس عينک زون لومړی توپوهنه ترسره کوي.

مس عينک زون تر دې مهاله پورې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۲ منډې کړې دي، چې تر ټولو زياتې منډې پکې نور علي ځدراڼ ترلاسه کړي دي.

نور علي ځدراڼ چې د پيل توپوهونې ته راوتی و ۱۵۰ منډې يې وکړې او خپله ويکټ يې له لاسه ورکړه. هغه ۳ شپږيزې او ۱۵ څلوريزې هم ووهلې.

نور علي ځدراڼ تر دې مهاله پورې ۱۱ ټېسټ سيالۍ ترسره کړي دي، چې تر دې مخکې يې په يوه پاڼۍ کې زياتې منډې ۱۳۰ وې، خو اوس يې زياتې منډې ۱۵۰ شوې. همدا راز دا د هغه دریمه سليزه وه او ۵ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

په نورو لوبغاړو کې د مس عينک زون لپاره افسر ځاځي ۶۷ او رحمت الله سهاک ۵۵ منډې وکړې.

د بند امير له لوري تر دې مهاله پورې بيا حشمت الله شهيدي او شمس الرحمان ۲-۲، نجات مسعود، عبدالله عادل او محمد انعام الله ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړې ده.

همدا راز نن د امو زون او بوست زون ترمنځ هم د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې لوبه پيل شوې ده، چې امو زون لومړی توپوهنه کوي او تر دې مهاله پورې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۷ منډې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …