کورپاڼه / کرکټ / د استرالیا د مشهور کرکټر سر ډان بریډمین تاریخي لیک خپور شو

د استرالیا د مشهور کرکټر سر ډان بریډمین تاریخي لیک خپور شو

په ۱۹۳۴ کال کله چې د استرالیا کرکټ لوبډله د انګلستان له سفره بېرته خپل هېواد ته ستنېدله، نو هغه وخت ډان بریډمین د ناروغۍ په سبب روغتون ته یوړل شو او په بېړني ډول یې د پنډیکس عملیات هم وشول.

کله چې نوموړی د لندن له روغتون څخه رخصت شو، نو دې لوی لوبغاړي د مینوالو له لورې د زرګونه کارډونو او مبارکیو پیغامونو ځواب کړل.

خو اوس پر ټولنیزو رسنیو داسې راپورونه خپرېږي، چې له مخې یې د هغه د تاریخي لیک د خپرولو ادعاوې کوي او لیکل شوی پیغام یې خپور کړی دی.

په یوه ټویټرپاڼه کې، چې د کرکټ تاریخ په تړاو ریکارډونه خپروي، د استرالیا د پخواني لوبغاړي پیغام خپور شوی، چې مینوالو یې هم ډېر خوښ کړی دی.

سر ډان بریډمین د استرالیا لپاره د ۵۲ ټیسټ لوبو په ۸۰ پاڼیو کې ۶۹۹۶ منډې جوړې کړي او ترټولو غوره منډې یې د ۳۳۴ منډو جوړول دي او په دې لوبو کې یې ټولې ۲۹ سلیزې او ۱۳ نیمه سلیزې وهلي دي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …