کورپاڼه / خبرونه / جنرال مبین د افغان لوبغاړو او ملي بېرغ په تړاو په خپلو خبرو پښېمانه شو
مبین ۱

جنرال مبین د افغان لوبغاړو او ملي بېرغ په تړاو په خپلو خبرو پښېمانه شو

د ا.ا حکومت یو تن جنرال مبین چې د افغان لوبغاړو او درې رنګه ملي بېرغ په اړه یې تندې خبرې کړې وې، بېرته په خپلو خبرو پښېمانه شوی دی او وايي چې د بېرغ په اړه به راتلونکی حکومت پرېکړه کوي.

د مبین یو غږ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی و، چې کرکټران دې درې رنګه بېرغ ډېر نه یادوي او که چېرته بېرته کابل ته راستانه شي، نو په هوايي ډګر کې به پرې خپل سپین بېرغ په زور ښکلوي.

د هغه له دغه خبرو وروسته په ټولنیزو رسنیو ورته خلکو تند غبرګون ښکاره کړ، سلګونه کسانو په دې اړه پوسټونه او لیکنې وکړې، چې وروسته بیا د ا.ا کورنیو چارو وزارت هم دا خبرې رد کړې او وې ویل چې دا یوازې د جنرال مبین شخصي نظر دی.

اوس تازه نوموړي له ژوندون ټلویزیون سره مرکه کړې ده او ويلي یې دي، چې هغه خبرې د ده خپلې دي، خو هغه یې یو چاته په شخصي چټ کې کړې وې او هغه کس ورسره ناځواني کړې او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپرې کړې دي.

جنرال مبین همدا راز وویل، چې د درې رنګه بېرغ په اړه تراوسه پورې دوی کومه پرېکړه نه ده کړې او د دغه بېرغ په اړه به ولس او راتلونکی حکومت پرېکړه کوي.

دا هم ولولئ

سعودي حکومت په عمره کوونکو نوي محدویتونه وضع کړل

د کورونا وایروس د نوې بڼه له خپرېدو وروسته، سعودي عربستان ته د عمرې لپاره …