د ملي بېرغ په اړه د وروستیو لانجمنو خبرو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د درې رنګه ملي بېرغ په اړه د بېلا بېلو خلکو له لوري پوسټونه کېږي، چې په دې لړ کې مریم امرخیل هم د ملي بېرغ په پار پوسټ کړی دی.
د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی مشاور عبدالستار سعادت چې په دې وروستیو کې یې لار بدله کړې ده، په خپله یوه مرکه کې د افغانستان درې رنګه بېرغ یوازې یوه ټوټه بللې ده، چې خلک یې غصه کړي.
مریم امرخیل د ملي بېرغ سره یو عکس په خپله فېسبوکپاڼه کې خپور کړی دی او لیکلي یې دي: ((ملي بیرغ یوه ټوټه نه بلکې دا زما او د وطن د هرې لور د سر ټیکری او غرور دی.))
نوموړې په خپل پوسټ کې زیاته کړې: ((زموږ ملي هویت او ملي ارزښت دی. هر څوک چې زموږ درې رنګه بیرغ نه مني. هغه له خپل افغانیت منکر، خلاصه له اصل او نسله وتلی دی. د پنجاب په غلامۍ کې تر حده پریتولئ چې د خپل وطن ملي ارزښت یوه عادي ټوټه درته ښکاري.))
د یادولو وړ ده چې د جنرال مبین په نوم د ا.ا یو کس هم د ملي بېرغ په اړه خبرې کړې وې او د کرکټ ملي لوبغاړو ته یې ویلي و، چې درې رنګه بېرغ دې نه یادوي، چې وروسته بیا په خپلو خبرو پښېمانه شو.