کورپاڼه / هنر او کلتور / کترینه کیف: چې واده کوم نو ټولې نړۍ ته به بلنه ورکوم
وکي کوشل او کترینه کیف

کترینه کیف: چې واده کوم نو ټولې نړۍ ته به بلنه ورکوم

د هندي فلمونو د مشهورو ستورو کترینه کیف او وکي کوشل د واده په اړه خبرونه خپرېږي چې دواړه به سږکال د یخنۍ په راتلو سره واده وکړي.

کله چې له کترینه کیف څخه په دې اړه پوښتنه وشوه، نو هغې یو څه مبهم ځواب خبریالانو ته ورکړ، خو وکي کوشل بیا خبریالانو ته په دې اړه هېڅ ځواب ورنکړ.

د کترینه کیف مینه وال بیا دې خبرې ته ډېر په تمه دي او اوس د نوموړې یوه پخوانۍ مرکه چې په ۲۰۱۵ کال کې ریکارډ شوې ده، یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې هغې پکې له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې کله هم واده کوي، نو ټولې نړۍ ته به بلنه ورکوي، تر څو هغوی یې ګواهان وي.

د یادولو وړ ده چې د کترینه کیف او وکي کوشل د یارانې په اړه له ۲۰۱۹ کال راهیسې خبرونه خپرېږي او څو میاشتې مخکې داسې خبرونه هم خپاره شوي و، چې دواړو په پټه باندې کوژدن کړې ده.

خو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې بیا د کترینه کیف ویاند دا خبرې رد کړې او وې ویل چې د کوژدنې هېڅ غونډه نه ده ترسره شوې او کترینه کیف اوسمهال د (ټایګر ۳) فلم په ثبت کې مصروفه ده.

دا هم ولولئ

عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنیسټ عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه …