د سکاټلېنډ لوبډلې په لومړي اور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو د سخت فشار لاندې راغله او همدا و چې نمیبیا ته یې لږ هدف ورکړ او هغوی هم په آسانۍ سره پوره کړ.
د شل اوریز نړیوال جام ۲۱مه لوبه د سکاټلېنډ او نمیبیا لوبډلو ترمنځ د ابوظبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې نمیبیا د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.
د سکاټلېنډ لوبډلې په لومړي اور کې درې لوبغاړي له لاسه ورکړل او په همدې سبب یې تر سخت فشار لاندې په ټاکلو شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۹ منډې وکړې.
د سکاټلېنډ لپاره میچل لیسک ۴۴ او کریس ګریویس ۲۵ ترټولو زیاتې منډې وکړې او د نمیبیا لپاره روبین ترمپلمن درې او جان فریلینک دوه ویکټې ترلاسه کړه.
نمیبیا لوبډلې د ۱۱۰ منډو هدف په وروستي اور کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او سکاټلېنډ ته یې په څلور ویکټو ماتې ورکړه، چې جی-جی سمیت ۳۲ او کریګ ویلیمس ۲۳ ترټولو زیاتې منډې وکړې او سکاټلېنډ ته بیا میچل لیسک دوه ویکټې ترلاسه کړې.