کورپاڼه / خبرونه / فرزانه کوچۍ: وطن، هویت او ارزښتونه د وجود یو غړی ندی، دوه درې غړي هم ندي چې سړی ترې تیر شي

فرزانه کوچۍ: وطن، هویت او ارزښتونه د وجود یو غړی ندی، دوه درې غړي هم ندي چې سړی ترې تیر شي

د پارلمان پخوانۍ وکیله فرزانه کوچۍ وایي، چې وطن، هویت او ارزښتونه د وجود یو غړی ندی، دوه درې غړي هم ندي چې سړی ترې تیر شي. کوچۍ دا څرګندونې پخپله فیسبوکپاڼه کړي.

نوموړې هېواد، هویت او ملي ارزښتونو ته د لاسونو، پښو، سترګو یا نورو په سترګه هم نه ګوري، چې لکه د معذور په شان یې هېر کړي او په نشتون یې ځان عادت کړي، بلکې هغه وطن ته د بشپړ بدن او ژوند په ویلو عقیده لري.

هغې ویلي چې له وطنه تېرېدل له ژونده تېرېدل او دا شونې نه ده چې یو څوک دې له ژونده تېر شي، نو اړینه ده چې ترڅو ژوندي یو نو وطن به پالو.

هغې لیکلي دي:((عزیزانو! موږ هر څه لرو! تاریخ، زړورتیا، استعداد، جذبه، قوت، ځوانان، کلتور، ورزشکاران، ارزښتونه، نرخونه، وطندوستان او پوهاند لرو؛ له مینې، موسیقی، سندرې او شپیلی، سولې، اتڼ، رنګونو او ښکلاوو ډک یو.))

کوچۍ زیاته کړې ده، چې زموږ ذکر شوې شتمنۍ لکه د لمر ځلانده، تودې او رڼې وړانګې پر ژوند راخورې وي، چې نه یې څوک رانه اخیستلی شي، نه یې زور ګیره کولی شي او دا یو روڼ حقیقت دی.

هغې دغه راز لیکلي دي:((که مو دښمنان هر څومره هڅه وکړي چې د ویرې، جهل او افراطیت تورې پردی وریځې مو په سر راخبرې او حاکمانې کړي دا به لنډمهاله وي! باوري یم چې په تیارو کې لاره نه ورکوو، نه ناهیلي کیږو! لار مو مومو او بیرته خپل تود او ښکلي برخلیک ته راوځو!))

دا هم ولولئ

راشد لطیف او میرویس اشرف

راشد لطیف: د افغانستان کرکټ په خوندي لاسونو کې دی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان، توپوهونکي او ویکټ ساتونکي راشد لطیف هم د …