کورپاڼه / جالب / د مایکل جورډن بوټونو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

د مایکل جورډن بوټونو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

د باسکټبال مخکښ او د نړۍ په کچه مشهور لوبغاړي مایکل جورډن، ناییکي بوټانو ریکارډ جوړ کړ او په ۱.۴۷ میلونه ډالرو وپلورل شول.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر اساس، د باسکټبال مخکښ او د نړۍ په کچه مشهور لوبغاړي مایکل جورډن، ناییکي بوټان په ۱.۴۷ میلونه ډالرو وپلورل شول او ریکارډ یې جوړ کړ.ښ

مایکل جورډن دا بوټان د شکاګو بولز په نوم لوبډلې سره په خپل سیزن کې پر پښو کړي ول او اوس په لاس ویګاس کې لیلامۍ ته وړاندې کېږي.

د (سوتبیز) لیلام خونې ویلي، دې سپین او سره نایکي بوټونو، چې جورډن په ۱۹۸۴ کال له بولز سره په خپله پنځمه لوبه کې پر پښو کړي ول، یو نوی ریکارډ جوړ کړی او د سپورت په تاریخ کې داسې بوټونه نشته چې دومره بولي پرې وهل شوي وي.

دې لیلامۍ د (۶۱۵۰۰۰) ډالرو تېر ریکارډ مات کړ، دغه راز د حورډن پر پښو شوي یو جوړ بوټان د ۲۰۲۰ کال په اګست کې هم لیلام شوي ول.

دا هم ولولئ

هغه مشهور موږک مړ شو، چې د کرپټو کرنسۍ تجارت یې کاوه

د نړۍ په کچه مشهور موږک، چې د کرپټو کرنسیو یا ډیجیټل اسعارو تجارت یې …