کورپاڼه / روغتيا / په تشه ګېډه د چایو څښل زیانمن وي

په تشه ګېډه د چایو څښل زیانمن وي

چای، یو داسې مشروب دی چې د نړۍ په ډېرو برخو کې ترې کار اخیستل کېږي او ګڼ شمېر ګټې لري د بېلګې په توګه له وخته وړاندې د دماغو د خرابوالي څخه خوندیتوب، د ځینو سرطاني ناروغیو، فلج، د زړه ناروغیو او شکر خطر کمول.

چای په عمومي کې د شین او تور سربېره بې شمېره نور ډولونه هم لري. هغه چای چې بوره یا خواږه پکې نه وي د انټي اکساید لرونکې وي، چې د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی مخنیوی کوي او نوې حجرې رامنځته کوي.

خو پوښتنه داده چې په نهاره د چایو څښل پر روغتیا څه اغېزې کوي؟ په نهاره سره د چایو څښل د روغتیا لپاره تر ډېره خطرناک وي، ځکه چې د تېزابیت په ګډون بې شمېره ستونزې زېږوي.

په نهاره سره د چای څښل د خېټې بې شمېره ناروغیو ته بلنه ورکول دي، هغه که شین چای هم وي. دغه راز د سینې سوخت، بدهضمي او د تېزابیت هم پیدا کوي او د غاښونو د خرابوالي سبب هم کېږي.

بل لوري ته که چېرته په نهاره چاي وکارول شي، نو کافین یې د زړه بدوالي او سر ګرځېدلو سبب کېږي. خېټه هم پړسوي او د قبضیت سبب هم کېدلی شي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …