کورپاڼه / سياست او روانې چارې / خلیلزاد: غني د دویم ځل لپاره په درغلۍ ولسمشر شو

خلیلزاد: غني د دویم ځل لپاره په درغلۍ ولسمشر شو

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي، اشرف غني د دویم ځل لپاره په درغلیو ولسمشر شو او په ټاکنو کې ډېرو لږو افغانانو ګډون کړی و.

خلیلزاد تېره په یو انلاین بحث کې دا خبرې کړي او ویلي دي، چې موږ د اشرف غني دې ټینګار چې خپل دوره پای ته ورسوي، ډېر حیران کړي یو.

نوموړی وایي، چې د افغان سیاستوالو او نورو مدني ټولنو له تــــا لـــیــبــانو سره سیاسي توافق کړی و، خو غني محاسباتي تېروتنه وکړه او دا باور درلود چې امریکا دا سیمه نه پرېږدي او دلیل یې دا و چې دا د روسیې، ایران، چین او پاکستان لپاره فزیکي نږدېوالی ورکوي.

خلیلزاد زیاته کړې، ما غني ته وویل چې ټرمپ په دې برخه کې جدي دی، خو هغه نه منله او ویل یې چې استخبارات او پوځیان راته بل څه وایي، خو کله چې امریکا د پوځیانو ایستلو پرېکړه اعلان کړه، نو غني وویل چې زه اوس آزاد یم او په افغاني شکل جګړه کوم.

هغه دا هم ویلي چې افغان مشران ځان غوښتونکي، فاسد او پر ځان راڅرخېدونکي ول او همدا لامل و چې د له تـــا لـــیــبــانو سره یې د سولې خبرې ناکامې شوې.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …