کورپاڼه / کرکټ / ویسټ انډیز د اوبید میکوی پرځای هولډر لوبډلې ته راوست

ویسټ انډیز د اوبید میکوی پرځای هولډر لوبډلې ته راوست

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې الراونډر لوبغاړی جیسن هولډر په شل اوریز نړیوال جام سکواډ کې د خپلې لوبډلې د کیڼ لاسي توپ اچونکي اوبید میکوی پرځای واخیستل شو. اوبید میکوی د پښې د ټپ په سبب له لوبډلې کېنول شو.

د انګلستان او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ په لومړۍ لوبه کې اوبید میکوی ټپ شوی او پرځای یې پخوانی لوبډلمشر جیسن هولډر په لوبډله کې شامل شو، چې د کرکټ نړیوالې شورا هم ورسره ومنله.

جیسن هولډر، چې له وړاندې د ویسټ انډیز لوبډلې سره په احتیاطي لوبغاړو کې شامل و، د راتلونکې جمعې په ورځ د بنګله دېش پر وړاندې لوبه کې به د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره د لوبېدو لپاره چمتو وي.

د ویسټ انډیز لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر راجر هارپر ویلي دي، جیسن هولډر له څه مودې راهیسې په متحده عربي اماراتو کې دی او د لوبو لپاره په بشپړ ډول فیټ دی، هغه یو تجربه کار لوبغاړی دی او ددې موقع د ترلاسه کولو لپاره لېواله دی.

اوبید میکوي د شل اوریز نړیوال جام کې په پیل کې د انګلستان خلاف په لومړۍ لوبه کې ښه وځلېده، نوموړی د توپ اچونې یو مهم غړی و خو له بدبخته چې نور به د لوبډلې برخه نه وي.

دا هم ولولئ

د مجیب الرحمن لوبډلې د بیګ باش دویمه لوبه کې ماتې وخوړه

مجیب الرحمن ۴ اورونه ترسره کړل، ۲۵ منډې یې ورکړې او لوبډلې یې (بریسبین هېټ) …