د هالېنډ یوې اوسیدونکې لوبغاړې، چې پنځه فوټه او یوولس اعشاریه دوه نوي انچه ونه لري، د ګنیز نړیوالو ریکارډونو له لورې د نړۍ لوړ قدې باډي بیلډره وګڼل شوه.
یو څلویښت کلنې ماریه واټل ویلي، چې د اولیور ریکټرز په نوم یو ملګري ورته لارښوونه کړې وه، چې د ګنیز له ادارې غوښتنه وکړي چې د لوړ قدې میرمنې ریکارډ ته ځان نومانده کړي.
واټل زیاته کړې ده، چې د نوولس کلنۍ په عمر یې باډي بیلډینګ پیل کړ او د ۲۰۰۵ کال په مارچ کې یې په لوبو کې برخه واخیسته. هغې ویلي چې سیالي کول یوه ننګونه وه، ځکه چې د لوړ قد په سبب یې په ګروپ کې یې ساتل ناممکن ول.
واټل دغه راز ویلي دي، چې خپل د باډي بیلډینګ کیریر کې نړیوال ریکارډ د یوه کوچني تاج په څېر ګڼي.
نوموړې دا هم ویلي دي چې د ګنیز له لورې د ریکارډ په ترلاسه کولو د حیرانتیا احساس کوي، د لوړ قد او ښځه توب ترڅنګ د یوې باډي بیلډرې په توګه کار کول یوه عادي خبره ده.