کورپاڼه / روغتيا / ولې د هوا په بدلېدو په ماشومانو کې ناروغۍ رامنځته کېږي؟

ولې د هوا په بدلېدو په ماشومانو کې ناروغۍ رامنځته کېږي؟

د موسم یا هوا بدلون نه یوازې په جامو او خوراک کې بدلون راولي بلکې په مزاج او طبیعت هم اغیزې پرېباسي او په ځانګړي توګه د موسم بدلون د ماشومانو پر روغتیا ډېر اغیزې لري.

هسې خو ماشومان په هر موسم کې پاملرنې ته اړتیا لري، ځکه چې د هوا بدلون د ماشومانو پر پوستکي ډېر ژر اغېز کوي، خو د ژمي موسم د نورو موسمونو په پرتله د ماشومانو پر روغتیا ډېر اغېزمن تمامېږي او د زکام، نزلې، ستوني درد، ټوخي، تبې، د پوزې بهیدل، حساسیت، د پوستکي خارښت او سینه بغل په څیر ناروغۍ رامنځته کوي.

د ډېر یخ په سبب د پوزې، غوږونو، ستوني، پښو او سینې درد زیاتېږي او کوچني ماشومان د سړې هوا زغم نلري، نو والدین باید په ژمي کې خپلو ماشومانو ته پاملرنه د نورو ورځو په پرتله یو څه زیاته کړي. باید په یاد ولرئ چې د ډېر یخ په سبب ماشومان د سینه بغل په ناروغۍ اخته کېدلی شي او ددې لپاره اړینه ده چې خپل ماشومان پټ وساتو او ګرمې جامې ور واغوندو.

په ژمي کې د ماشومانو لپاره د شاتو خوراک او د ایشېدلو هګیو ژېړ خورا ګټور وي، نو هڅه وکړئ چې د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر ونیسئ ترڅو د انټي بیوټیک درملو ته اړتیا ونلري او د ډېرو انټي بیوټیک استعمال د ماشومانو دفاعي سیسټم کمزوری کوي، د ناروغیو خطر یې زیاتوي.

دغه راز له لامبلو وروسته خپل ماشومان په تېلو مالش کړئ او دا کار تر پنځه کلنۍ پورې په منظم ډول ترسره کړئ، لمر ته یې کېنوئ، خرما ورکړئ، ګرمې جامې واغوندئ او خوراک ته یې پام وکړئ.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …