کورپاڼه / خبرونه / انضمام الحق: افغان لوبډله کمزورې مه ګڼئ
انضمام الحق

انضمام الحق: افغان لوبډله کمزورې مه ګڼئ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان، توپوهونکی او د غوراوي کمېټې پخوانی مشر انضمام الحق د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په اړه ویلي دي، چې کمزورې یې مه ګڼئ.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د جیو نیوز په خپرونه کې د خبرو پر مهال پخواني کپتان انضمام الحق وویل، چې د افغان لوبډلې لوبغاړي په لیګونو کې هم لوبې کوي.

هغه د پاکستان لوبډلې ته ویلي دي، لکه څنګه چې مو نورو لوبډلو سره لوبې کولې، همداسې لوبې له افغانستان سره هم وکړئ، افغان لوبډله کمزورې مه ګڼئ.

د یادولو وړ ده چې انضمام الحق یو وخت د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی هم پاتې شوی و، چې هغه افغان لوبغاړي له نږدې څخه لیدلي او ورسره پاتې شوی دی.

د یادولو وړ ده چې پاکستان د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ته ماتې ورکړې او افغانستان بیا سکاټلېنډ ماته کړې ده. دواړه لوبډلې به د اکتوبر په نهمه نېټه، یعنې سبا سره مخامخ شي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …