کورپاڼه / خبرونه / ((د دوه وروڼو لوبه ده)) علیشاه ۰۰۷ هم د افغانستان او پاکستان لوبې په اړه پوسټ کړی
علیشاه ۰۰۷

((د دوه وروڼو لوبه ده)) علیشاه ۰۰۷ هم د افغانستان او پاکستان لوبې په اړه پوسټ کړی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سبا، د جمعې په ورځ د نړیوال شل اوریز جام لوبه ترسره کېږي، چې د دواړو هېوادونو د کرکټ مینه وال ورته ډېر په تمه او لېواله دي.

د دغه لوبې په اړه له تېرو څو ورځو راهیسې پوسټونه روان دي او اوس یوې پښتنې پاکستانۍ ټک ټاکرې علیشاه ۰۰۷ هم پوسټ کړی دی او دا لوبه یې د (دوه وروڼو لوبه) یاده کړې ده.

علیشاه ۰۰۷ په خپل فیسبوک اکاونټ کې په یو پوسټ کې لیکلي دي چې د پاکستان او افغانستان لوبه په ۲۹مه نېټه ده او دا د دوه وروڼو لوبه ده، که هر څوک یې وګټي، نو ګټه د دواړو وروڼو ده.

هغه په خپل پوسټ کې زیاتوي: ((که پاکستان یې وګټي نو موږ وګټله او که افغانستان یې وګټي نو بیا هم موږ وګټله، بایلات ورته مه وایئ، هغه زموږ وروڼه دي.))

نوموړې همدا راز له خپلو مینه والو څخه غوښتنه کړې ده، چې غلطې کلمې او د تضاد پوسټونه مه کوئ چې نفرت او تعصب ترې پېدا کېږي، ځکه چې دا دواړه خپلې لوبډلې دي.

د یادولو وړ ده چې یو بل سندرغاړي سجاد خان هم په خپل یو پوسټ کې له هغه خلکو نه غوښتنه کړې ده چې په دوبۍ کې ژوند کوي، چې هر څوک لوبې ته ورځي، نو د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو بېرغونه دې له ځان سره یوسي، تر څو نړۍ ته ورورولي وښودل شي.

دا هم ولولئ

فرزانه ناز: زه له نورو ځوانانو سره ځان نه پرتله کوم

د هېواد نامتو سندرغاړې او موډلې فرزانه ناز پر خپله فیسبوکپاڼه یو نوی عکس خپور …