کورپاڼه / روغتيا / ولې ځینې وخت په بدن کې بلغم زیاتېږي، ګټې او تاوانونه یې څه دي او څه ډول یې مخنیوی وکړو؟

ولې ځینې وخت په بدن کې بلغم زیاتېږي، ګټې او تاوانونه یې څه دي او څه ډول یې مخنیوی وکړو؟

بلغم یوه داسې مایع ده چې د هر انسان په بدن کې شتون لري او شتون یې هم د بدن لپاره ګټور وي ځکه چې بلغم داسې مواد لري چې بدن د هوا بکتریاو څخه انسان ژغوري.

د ټوخي یا سینې د خرابوالي په سبب بلغم زیاتېږي چې مخنیوي اړین دی، ځکه چې دا د یوې بلې ستونزې د رامنځته کېدا نښه وي، خو پوښتنه داده چې ولې بلغم زیاتېږي؟ پورته مو یادونه وکړه چې د انسان بدن بلغم لري او کله چې ډېر شي نو د بدلون د رامنځته کېدا نښه ګڼل کېږي.

د بلغم د زیاتېدا لاملونه عبارات دي له، حساسیت، د پوزې، ستوني او سږو ستونزې، نـشه یې توکي او د هاضمې سیستم خرابوالی. کله چې حساسیت رامنځته شي نو د ستوني او سینې ناروغۍ پرمهال بلغم زیاېېږي او د سختوالي پرمهال په بلغم کې وینه هم راځي.

ددې لپاره اړینه ده چې ډېرې اوبه وڅښو او هغه کسان چې حساسیت لري هغوی باید ډېرې اوبه وڅښو او د اوبو کموالی نورې ستونزې راولاړوي. دغه راز د مالګینو اوبو غړغړه کول هم ګټور تمامېږي.

بلغم بهر توف کړئ او پوزه مو هر وخت سوڼ کړئ چې دا کار نه یوازې د پاکوالي لامل کېږي بلکې د کولمو د ستونزو مخنیوی هم کوي او د شاتو او سوډا استعمال هم ورته خورا ګټور تمامېږي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …