کورپاڼه / کرکټ / کوانټن ډیکاک په خپله کړنه پېښماني وښوده او بخښنه یې وغوښته

کوانټن ډیکاک په خپله کړنه پېښماني وښوده او بخښنه یې وغوښته

د سویلي افریقا ویکټ ساتونکی او پیلیز توپ وهونکی کوانټن ډیکاک پخپل کړنه پېښمانه شو او له خپلو هېوادوالو، مینوالو او لوبغاړو څخه بخښنه غوښتې ده.

کوانټن ډیکاک، د ویسټ انډیز پر وړاندې له لوبې ځکه بهر شوی و، چې نوموړي نه غوښتل د توکم پالنې پر وړاندې د مبارزې په کمپاین کې د نورو لوبغاړو سره برخه واخلي او ګونډه ووهي.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ پر ټولو لوبغاړو جبري کړه چې د توکم پالنې پر ضد کمپاین کې ونډه واخلي او ټول دې په يو ډول ګونډه وهي، خو کوانټن ډیکاک د خپل کرکټ له لارښوونې انکار کاوه.

اوس راپورونه وایي چې نوموړی پخپله کړنه پېښمانه دی او له ټولو هېوادوالو، مینوالو او لوبغاړو څخه بخښنه غوښتې او د نړیوال جام په پاتې لوبو کې به د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

نوموړي چې زه د توکم پالنې پر وړاندې د مبارزې په ارزښت پوهېږم او خپل مسولیت پېژنم، نو که چېرته زما په ګونډه وهنې د یو چا ژوند ښه کېږي، نو زه په دې کار سره ډېر خوشحاله شم.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …