کورپاڼه / سياست او روانې چارې / امرالله صالح: خلیلزاد دې د خپلې ناکامۍ پړه پر افغانانو نه اچوي او ددې لویې تباهۍ اعتراف دې وکړي

امرالله صالح: خلیلزاد دې د خپلې ناکامۍ پړه پر افغانانو نه اچوي او ددې لویې تباهۍ اعتراف دې وکړي

د جمهوري دولت لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکا له لورې د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی خلیلزاد له افغانانو سره د شوې دوکې طرحه جوړونکی وګاڼه.

د بي بي سي په حواله نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې خلیلزاد له جمهوري نظام سره د قربانۍ اوزې په څېر چلند وکړ او تر هغې ورسره همدرد و ترڅو جمهوري نظام وړنګوي.

امرالله صالح دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ د جمهوري نظام پر چارواکي د نظام د ړنګېدو پړه واچوله او هغوی یې سرتمبه او ځان غوښتونکي او فاسد وګڼله.

خلیلزاد پر اشرف غني هم تور پرې کړ چې هغه خپل واک غوښته او د تــــا لــــیـــبــانو سره د جوړجاړي مخه نېولې وه او ترڅنګ یې د پوځ د جګړې نه کول او سیاسي مخالفتونو هم د نظام د رنګېدا لاملونه وښودل.

خو امرالله صالح وایي چې خلیلزاد د خپلې ناکامۍ پړه پر نورو اچوي خو خپله ناکامي نشي پټولی. صالح زیاته کړې چې خلیلزاد باید خپله ناکامي ومني او ددې لویې تباهۍ پړه دې پر افغانانو نه اچوي.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …