کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د بامیانو ولایت د نجونو د بایسکل ځغلونې او روباټیک ټیم اسرایلو ته پناه ور وړه

د بامیانو ولایت د نجونو د بایسکل ځغلونې او روباټیک ټیم اسرایلو ته پناه ور وړه

د افغانستان د بامیانو ولایت د نجونو د بايسکل ځغلونې او روباتيک ټيم له خپلو کورنيو سره له هېواد وتلي او اسرایلو ته یې پناه وړې ده.

د سرچینو د معلومات پر اساس، په ازبکستان کې د اسرایلو سفارت د افغانستان اړوند بايسکل ځغلونې او روباټيک پنځوس کسيز ټيم، د يوه اسرايلي خيريه بنسټ په مرسته اسراییلو ته انتقال کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ا.ا په راتګ سره په هېواد کې د ښځو پر لوبو بندیز پورې شوی دی او د کلتوري کمیسون د مرستیال احـــمـــد الله وثـــــیـــق پر وینا، دوی میرمنو ته د داسې لوبو اجازه نه ورکوي چې هغه د اسلام خلاف وي.

له دې وړاندې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله د خپلو کورنیو سره یوځای د استرالیا هېواد ته ګډواله شوې ده او ځینو نورو لوبغاړو یې په نورو هېوادونو کې پناه اخیستې ده.

دغه راز د ښځینه فوټبال کمه لوبغاړي بیا د تورخم له لارې پاکستان ته له خپلو کورنیو سره تللې وې، چې څه موده وړاندې انګلستان هېواد یې ایستلو ته ټټر وواهه.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …