کورپاڼه / خبرونه / ګودر ځاځی: که مو سبا لوبه وګټله ۱۰۰ او که مو ونه ګټله ۵۰ ډوډۍ وېشم

ګودر ځاځی: که مو سبا لوبه وګټله ۱۰۰ او که مو ونه ګټله ۵۰ ډوډۍ وېشم

سبا په شل اوریز نړیوال جام کې افغان لوبډله پخپله دویمه لوبه کې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي، چې پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر هېوادوال د لوبې د ګټې په صورت کې د نذر ورکولو څرګندونې کوي.

ډېرو هېوادوالو او د کرکټ مینوالو د یادې لوبې په اړه نذر منلی او ویلي یې دي که چېرته افغان لوبډله دغه لوبه وګټي نو هغوی به د لوبې په خوشحالۍ کې ځینې نذرانې ورکړي.

په دې لړ کې ځینو هېوادوالو د غریبو کورنیو سره د مرستې، ځینې د ماسټرې فیس منلو او ځینو دې ته ورته د مرستو او همکارۍ کولو لپاره ټټر وهلی، خو په دې نذرانو کې افغان سندرغاړي له یو څه ځانګړې طریقې کار اخیستی.

د پښتو ژبې مشهور افغان سندرغاړي ګودر ځاځي، چې په دري ژبه یې هم سندرې ویلي دي، پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي:((که صبا مو که مو سبا لوبه وګټله ۱۰۰ ډوډۍ او که مو ونه ګټله ۵۰ ډوډۍ وېشم.))

نوموړي زیاته کړې ده، په دواړو حالتونو کې یعنې که افغان لوبډله لوبه ګټي یا بایلي یې، موږ باید له غریبو او بې وسه خلکو سره مرسته وکړو، ځکه چې د هېواد اوسنیو شرایطو ګڼ شمېر هېوادوال د لوږې په ټغر کېنولي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان د پېسو له وجې د سنرایزرز حېدراباد لوبډله نه ده پرېښې

د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) کې راشد خان په لومړي ځل د سنرایزرز …