کورپاڼه / خپلواک / زموږ له کهکشان آخوا یوه نوې سیاره موندل شوې

زموږ له کهکشان آخوا یوه نوې سیاره موندل شوې

زموږ له کهکشان څخه اخوا یوه داسې نوې سیاره موندل شوې، چې د خپل ستوري پر شاوخوا راڅرخي او دا لومړی ځل دی چې زموږ له کهکشان آخوا یوه سیاره موندل کېږي.

دا په زړه پورې موندنه د امریکا فضایي ادارې ناسا د شیندرا ایکسری څارونکې په مرسته ترسره شوې او د سرپل کهکشان (M51) ته، چې (Whirlpool Galaxy) ورته هم ویل کېږي، لاسرسی موندلی دی.

ستور پېژندونکو په دې وروستیو کلونو کې له ۴۰۰۰ ډېرې داسې سیارې کشف کړي، چې ځینې یې د ځمکې په څېر، ځینې د مشتري او ځینې یې د ټکر په پایله له منځه تللي دي.

خو ستورپوهانو ویلي، چې دا ټول سیارې زموږ د کهکشان په داېرې کې د ۳۰۰۰ نوري کلونو پر شاوخوا فاصله کې شتون لري، خو د (M51) په نوم سیاره تقریباً ۲۸ میلونه نوري کاله فاصله لري.

د ستورو د فزیک مرکز مشر روزان سټیفانو ویلي دي، موږ د بلې نړۍ د کشف لپاره د نوو سیارو په لټه کې یو او دا یوه داسې ستراتیژي ده چې د نورو کهکشانونو کشف ممکنوي.

دا هم ولولئ

کشمش په دې طریقه لامده او استعمال کړئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

کشمش یا مویز، چې له وچو انګورو څخه لاسته راځي، د طبیعي خوږلت یوه مهمه …