کورپاڼه / جالب / د ګوتو کرښې یا نښې مو د شخصیت په اړه ډېر څه وایي؟

د ګوتو کرښې یا نښې مو د شخصیت په اړه ډېر څه وایي؟

د ګوتو نښې یا کرښې یوازې د تذکرو او بایومیټریک لپاره نه وي، بلکې دا مو د شخصیت په اړه هم ډېر رازونه ښکاره کوي او همدا کرښې ستاسو د ځانګړتیاوو، وړتیاوو په اړه ډیر څه وايي. نو راځئ چې پوه شو چې ستاسو د ګوتو نښې ستاسې د شخصیت په اړه څه وايي.

د خېمو په شکل د ګوتو نښې:


که چېرته ستاسو د ګوتو کرښې په منځ کې د خېمو شکل وي، نو دا مانا لري چې تاسو د یو ځانګړي طبیعت لرونکې یاست. یعني په یوه شیبه کې خوشاله خو په بله شیبه کې د لا زیاتې لیوالتیا څرګندونه کوئ.

د ریډیل په بڼه د ګوتو نښې:


که چېرته ستاسو د ګوتو نښې یا کرښې د ریډیل په بڼه وي نو دا مانا لري چې تاسو ډیرې پوښتنې او په نورو نېوکې کوئ او ترڅنګ یې دا ډول خلک غواړي چې په خپل ژوند کې آزاد وي.

د سترګو په شکل د ګوتو نښې:


که چېرته ستاسو د ګوتې نښې په منځ کې د سترګې په څېر وي، نو په دې مانا چې تاسو د مشرتوب غوره وړټیاوې او هنر لرئ او په هر څه پوهېږئ.

تاو شوې یا ګردې غوندې د ګوتو کرښې:


که چېرته ستاسو د ګوتو نښې هم تاو شوی یا ګرد غوندې شکل لري، نو په دې مانا چې تاسو په مختلفو فعالیتونو کې برخه اخلئ او پخپله خوښه ژوند کول غواړئ.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …