کورپاڼه / روغتيا / کوم ډول کسان باید د ممپلیو له خوراک ډډه وکړي؟

کوم ډول کسان باید د ممپلیو له خوراک ډډه وکړي؟

د ژمي په سړو شپو کې لوی او واړه د ممپلیو قابونو ته سترګې-سترګې وي او کله چې راوړل شي نو د کورنۍ غړي یې په خوند-خوند خوري. ممپلي نه یوازې خوندوره وچه مېوه ده بلکې ډېرې حیرانوونکې ګټې هم لري.

ممپلي په خپل ترکیب کې پروټین، کلسیم، ویټامين اي، ویټامين بي۱، ویټامین بي۶، فاسفورس، فیټ تیامین، نیاسن، فولاد، ویټامین ډي، ویټامین کی او فولیټ لري.

د ممپليو خوراک د فلج او زړه حملې خطر کموي، نو که چېرته د زړه حملې ناروغي لرئ نو په ورځني ډول له ناشتې وړاندې ممپلي وخورئ. دغه راز ممپلي داسې غذایي مواد لري چې ډېر ژر د وینې کمښت پوره کوي.

هغه کسان چې د کمزوري بدن لرونکي وي د هغوی لپاره د ممپلیو خوراک خورا ګټور وي او ترڅنګ یې د شکر په کابو کولو کې هم مرستندویه تمامېږي او د انسولینو د کچې په برابر ساتلو کې مرسته کوي.

د ممپلیو ویټامین د هډوکو او غاښونو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي او هغه څوک چې د عضلو دردونه لري د هغوی لپاره هم ګټور وي. دغه راز د معدې او سږو لپاره هم فایده رسوي، خو هغه میرمنې چې حامله وي هغوی دې له خوراک ډډه وکړي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …