کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ناجیریا لومړی افریقا هېواد شو چې خپلو اوسیدونکو ته ډیجیټل کرنسۍ وړاندې کوي

ناجیریا لومړی افریقا هېواد شو چې خپلو اوسیدونکو ته ډیجیټل کرنسۍ وړاندې کوي

په اوسني وخت کې پرمختللي هیوادونه په ډیجیټل اسعارو ډېره تکیه کوي، ترڅو د راکړې ورکړې لګښتونه کم کړي او په رسمي مالي سیسټم کې ونډه واخلي، چې له دې جملې د ناجیریا مرکزي بانک هم د پرمختللو بازارونو په نوملړ کې شامل شو.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، ناجیریا لومړی افریقا هېواد شو چې خپلو اوسیدونکو ته ډیجیټل کرنسۍ وړاندې کوي.

د ناجیریا ولسمشر محمدو بوهاري په پلازمینه ابوجا کې د ډیجیټل اسعارو د وړاندې کولو په مراسمو کې وویل چې نایجیریا لومړنی افریقایي هېواد شو چې خپلو اتباعو ته ډیجیټل اسعار یا کرنسي وړاندې کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د مرکزي بانک ډیجیټل اسعارو او د بنسټیزې ټیکنالوژۍ پلي کول، چې د بلاک چین په نوم سره یادیږي، کولی شي په راتلونکو لسو کلونو کې د ناجیریا کورني محصول ۲۹ ملیارده ډالرو ته لوړ کړي.

د یادونې وړ ده، چې د سوډان ډیجیټل اسعار، چې د (eNaira) په نوم یادیږي، د فبرورۍ په میاست کې وروسته له هغه پیل شوې، چې مرکزي بانک یې په بانکونو او مالي موسسو کې د کرپټو کرنسۍ راکړه ورکړه منع کړه او ویلي یې ول چې په دې سره مالي سیسټم خطر پېښېږي.

دا هم ولولئ

د فیسبوک د نوم په بدلون سره یو نوم ورکي شرکت شهرت ترلاسه کړ

له کله راهیسې چې فیسبوک په خپل نوم کې بدلون راوستی او د شرکت نوم …