کورپاڼه / جالب / په المان کې د ګڼې او اوږې ږیرې لرلو اتلولي ترسره کېږي

په المان کې د ګڼې او اوږې ږیرې لرلو اتلولي ترسره کېږي

په المان کې هر کال د (ږیرې المپیک) سیالۍ ترسره کېږي او هغه کسان پکې ګټونکي اعلانېږي چې ګڼې او اوږدې ږیرې لري او په نړیواله کچه اتلولي ګټي.

د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې داوران سل تنه هغه کسان چې اوږدې او ګڼې ږیرې لري، تر څېړنې لاندې نیسي او بیا یې ګټونکي اعلانوي.

د ږیره لرونکو کسانو لپاره دا شرط ایښودل کېږي چې هغوی به د خپلې ږیرې د اوږدوالي او ګڼوالي لپاره له هیڅ ډول بازاري محصولاتو څخه ګټه نه پورته کوي.

په دې سیالیو کې، چې په المان کې ترسره کېږي، د سلو تنو په شاوخوا کې سړیو برخه اخیستې وه، د داورانو لخوا څېړل کېږي او دا به معلومه کړي چې کوم یو یې د ښې ږیرې لرونکی دی.

راپور زیاتوي چې د ږیرې المپیک په دې سیالیو کې د المان، هالېنډ، استریا، ایټالیې، سویټزرلېنډ او اسرایلو څخه د اوږدو او ګڼو ږیرو لرونکو نوماندانو پکې برخه اخیستې وه.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …