کورپاڼه / هنر او کلتور / د کترینه کیف او وکي کوشال د واده ځای او نېټه په ډاګه شول

د کترینه کیف او وکي کوشال د واده ځای او نېټه په ډاګه شول

د بالیووډ د ښکلې او مخکښې ادکارې کترینه کیف او وکي کوشال د واده ځای او نېټه په اړه راپورونه خپرېږي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ داسې ویل کېدل چې دواړه به د ژمي په رارسېدو واده وکړي.

اوس پر هندي رسنیو راپورونه خپرېږي چې کترینه کیف او ویکي کوشال به د راتلونکې ډسمبر میاشت له ۷مې تر ۹مې نېټې پورې په راجستان کې واده وکړي.

راپور زیاتوي چې دواړه، یعنې کترینه او وکي له وړاندې خپلو ملګرو او د کورنۍ غړو ته د انټرنیټ په ذریعه بلنې لېږي او داسې ویل کېږي چې سلمان خان یو له هغه کسانو څخه دی چې واده ته راتګ یې تایید شوي دي.

راپور دغه راز وایي چې د واده یادې جوړې د میک آپ هنرمند او ویښته جوړونکې هم د ډسمبر له ۷مې تر ۹مې نیټې پورې کرایه کړي دي.

د کترینه او وکي د واده په مراسم کې د کورکمن، نکریزو، د هندوانو په دود اوه دورې وهل او د کاتولیک مراسم شامل دي، خو تر اوسه پورې په اړه کترینه کیف یا وکي کوشال څه نه دي ویلي.

دا هم ولولئ

امریکایي اداکارې لینډسې لوهان له خپل مسلمان ملګرې سره واده وکړ

امریکايي اداکارې لینډسې لوهان د ګډ ژوند د ملګري توګه د خپل مسلمان ملګري په …