کورپاڼه / خبرونه / احمد ولي هوتک: که سبا افغانستان لوبه وګټله، نو له دیرشو بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوم

احمد ولي هوتک: که سبا افغانستان لوبه وګټله، نو له دیرشو بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوم

د آزاد سیالیو افغان اتل احمد ولي هوتک هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په لوبې د نذر خبر ورکړی، هغه ویلي، که سبا افغانستان لوبه وګټله، نو له دیرشو بې وزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوم.

د یادونې وړ ده، چې سبابه افغان لوبډله د شل اوریز نړیوال جام په لړ کې خپله دویم د پاکستان لوبډلې سره د ماښام په ۶:۳۰ بجو ترسره کړي.

د سبانۍ لوبې لپاره ګڼ شمېر هېوادوالو ویلي، که چېرته افغان لوبډلې په یاده لوبه کې پاکستان مات کړي، نو نذرانې به ورکوي، چې په دې لړ کې ډېرو د غریبو کورنیو سره د خوراکي د مرستې ژمنه هم کړې، چې په دې ډله کې افغان اتل احمد ولي هوتک هم شامل دی.

نوموړي پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي:((افغان اتلانو په خپله تېره لوبه کې د يو ځورېدلي ملت پر شونډو مسکا راوسته خو لا څو برابره خوښي به مو هله په برخه شي چې اتلان مو د جمعې په ورځ پاکستان ته ماتې ورکړي.))

هوتک زیاته کړې ده:((که دا تاريخي بريا مو په برخه شوه نو د شکرانې د پار ژمنه کوم، چې د روانو مرستو سربيره به له خپلو شخصي امکاناتو (۳۰) دیرش بې وزله کورنيو سره د لومړنيو خوراکي توکو مرسته کوم.))

دا هم ولولئ

راشد لطیف او میرویس اشرف

راشد لطیف: د افغانستان کرکټ په خوندي لاسونو کې دی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان، توپوهونکي او ویکټ ساتونکي راشد لطیف هم د …