کورپاڼه / خبرونه / رحمن الله ګربز د انګلستان ویټالیټي بلاسټ سیالیو ته د لومړي ځل لپاره واخیستل شو

رحمن الله ګربز د انګلستان ویټالیټي بلاسټ سیالیو ته د لومړي ځل لپاره واخیستل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی او تکړه توپ وهونکی رحمن الله ګربز د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې د ليسټر شاير لوبډلې لخوا واخیستل شو.

که څه هم له دې وړاندې یو شمېر افغان لوبغاړو په یادو سیالیو کې برخه اخیستې، رحمن الله ګربز لومړی توپ وهونکی دی چې د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې به ولوبېږي.

رحمن الله ګربز له مخکې هم د سریلانکا په لنکا لیګ، د دوبۍ په ټي ټین لیګ، د نیپال په اېوریسټ سیالیو او یو شمېر نورو لیګونو کې لوبېدلی او د خپلې ښې لوبې پرمټ یې د خلکو پام ځانته را اړولی دی.

د یادونې وړ ده، چې د ليسټر شاير لوبډلې سره بل افغان لوبغاړی نوین الحق هم لوبېږي، نوموړی څو ورځې وړاندې د یادې لوبډلې له لورې بیا واخیستل شو.

نوین الحق په تېر پړاو کې، چې د لومړي ځل لپاره ورته اخیستل شوی و، ۱۴ لوبې ترسره کړې او ۲۶ ویکټې یې واخیستې، چې دا د یاد لیګ ترټولو زیاتې ویکټې وې.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …