کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا د استرالیا لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه

سریلانکا د استرالیا لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه

د سریلانکا لوبډلې یو ځل بیا منظمه توپ وهنه ترسره کړه او هر لوبغاړي یې خپل مسولیت ادا کړ، همدا و چې استرالیا ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

د شل اوریز نړیوال جام ۲۲مه لوبه د استرالیا او سریلانکا لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغاړي کې ترسره کېږي او استرالیا د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه کړې ده.

سریلانکا لوبډلې په پاور پلی کې ښه پیل وکړ او ښه منډې یې جوړې کړې او همدا علت و چې تر اخره پورې ښه پرمخ ولاړل او په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره په توپ وهنه کې کوشال پریرا، چهاریت اسلانکا او بنوکا راجافکسا ښه لوبه وکړه او په ترتیب سره یې ۳۵، ۳۵ او ۳۳ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره په توپ اچونه کې پیټ کومنز، میچل سټارک او ادم زمپا ډېره ښه توپ اچونه وکړه او درې واړو دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …