کورپاڼه / روغتيا / هغه مشروب چې له بې شمېره ناروغیو څخه مو ژغوري

هغه مشروب چې له بې شمېره ناروغیو څخه مو ژغوري

د عمر په تېرېدو سره-سره ګڼ شمېر بدني ستونزې او ناروغۍ هم رامنځته کېږي، چې بیا یو وخت داسې هم راځي چې دا ستونزې په لا علاجه ناروغیو بدلېږي.

روغتیاپالان وایي که چېرته له له لومړیو ښه او صحت مند خواړه وخورو، ورزش وکړو او ښه فعال ژوند ولرو، نو د عمر په تېرېدو سره له ګڼو ناروغیو څخه خوندي پاتې کېدلی شو.

دغه راز یو داسې مشروب هم شته، که چېرته ترې ګټه پورته کړو، نو ستونزې مو حل کولی شي او دا مشروب د انارو دی. ویل کېږي چې د انارو په پوټکي یا پوستکي کې سپین رنګه برخه د پوتاشیم او پولي فینولونو یوه ښه منبع ده او ګڼې روغتیایي ګټې لري.

که چېرته دا مشروب وکاروو نو وزن به مو کم شي، هورمونونه به مو توازن ولري، له نزلې، تبې او ټوخي څخه به خوندي اوسئ او د وینې کچه او شکر به مو هم برابر وي.

ددې مشروب د جوړولو لپاره نیم ګیلاس اوبه راواخلئ، وبه یې ایشوئ او بیابه د انارو پوټکی یا پوستکی څلور ټوټې کړئ او ور وا یې چوئ، بیا څلور کاچوغې دال او لږ غوندې د انار دانې ور زیاتې کړئ او پاخه یې کړئ، کله چې یې رنګ تغیر وکړ نو چاڼ یې کړئ او هره ورځ یې لږ ګرموئ او په نهاره یې څښئ، په شپږ اونیو کې به یې اغېزې ووینئ.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …