کورپاڼه / جالب / یوه عاشق د وعدې پوره کولو لپاره له خپلې معشوقې سره د کوما په حالت کې واده وکړ

یوه عاشق د وعدې پوره کولو لپاره له خپلې معشوقې سره د کوما په حالت کې واده وکړ

عموماً مئینان یا عاشقان په مینه کې یو بل ته غټې-غټې دعوې کوي او حتی ځینې خو د خپلې معشوقې لپاره د آسمان ستوري هم راوړي، خو رښتیني مینه په ستونزمن وخت معلومېږي.

نن ورځ درته د یوې داسې مینې او پېښې په اړه معلومات درکوو، چې په اورېدو به یې حیرانه شئ، هغه دا چې یو شخص د خپلې معشوقې سره په کړې ژمنه، کله چې هغه په کوما کې وه، وفا کړې.

د بریتانیې یو څلور دیرش اوسیدونکي ګریګ پیټرز، اته ویشت کلنه معشوقه اینا لیګر، د موټر د ټکر په پېښه کې د سخت ټپي کېدو په سبب روغتون ته وړل شوې او هلته د ژوند او مــــرګ په کشمکش کې وه.

ګریګ پیټرز هغه وخت له ډېر سخت حالت سره مخ شو، کله چې ډاکترانو ورته وویل چې اینا لیګر په کوما کې ده او ټپونه یې ډېر ژور دی.

نوموړي په دې حالت کې، چې معشوقه یې د درملنې وه، پر خپله کړې ژمنه ودرېده، له ډاکترانو یې رضایت یا خوښه وغوښتنه او همالته په روغتون کې له خپلې معشوقې سره واده وکړ.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …