کورپاڼه / د لوبو راپورونه / استرالیا لوبډلې سریلانکا په ماتې ورکولو دویمه لوبه هم وګټله

استرالیا لوبډلې سریلانکا په ماتې ورکولو دویمه لوبه هم وګټله

بالاخره ډیویډ وارنر د استرالیا کرکټ لوبډلې د لوبډلمشر باور وساته او د نړیوال جام پخپله دویمه لوبه کې یې د ښې لوبې په کولو لوبډله تر بریا ورسوله.

د شل اوریز نړیوال جام ۲۲مه لوبه د استرالیا او سریلانکا لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. چې استرالیا د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

سریلانکا په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې جوړې کړې. د سریلانکا لپاره په توپ وهنه کې کوشال پریرا، چهاریت اسلانکا او بنوکا راجافکسا ښه لوبه وکړه او په ترتیب سره یې ۳۵، ۳۵ او ۳۳ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره په توپ اچونه کې پیټ کومنز، میچل سټارک او ادم زمپا ډېره ښه توپ اچونه وکړه او درې واړو دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

استرالیا لوبډلې د ۱۵۵ منډو هدف په ۱۷ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او سریلانکا ته یې په ۷ ویکټو ماتې ورکړه، چې له ډلې یې ډیویډ وانر ۶۵، ارون فینچ ۳۷ او سټیو سمیت ۲۸ منډې وکړې. د سریلانکا لپاره ونیندو هسرنګا دوه او داسون شانکا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …