کورپاڼه / خبرونه / سعید اجمل: پاکستان له ډېرې مودې سپینران نه دي لوبولي، د افغانستان ورو توپ اچونکي به ورته سرخوږی وي

سعید اجمل: پاکستان له ډېرې مودې سپینران نه دي لوبولي، د افغانستان ورو توپ اچونکي به ورته سرخوږی وي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ورو توپ اچونکی سعید اجمل ویلي دي، چې د افغانستان ورو توپ اچونکي به د پاکستان لپاره سرخوږی جوړ کړي.

نوموړی دا څرګندې په داسې حال کې کوي، چې نن ماښام افغان لوبډله له پاکستان لوبډلې سره د دوبۍ په لوبغالي کې مخ کېږي، له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه شل اوریزه لوبه ترسره شوې، چې هغه هم پاکستان ګټلې.

سعید اجمل د افغان د ورو توپ اچونکو جوړښت ته په کتو ویلي دي، چې د افغانستان اټیک ورو توپ اچونکي کولی شي، چې د پاکستان لوبډله له ستونزو سره مخامخ کړي.

نوموړي ویلي دي چې افغان لوبډله تر ډېره په ورو توپ اچونکو تکیه ده او بل لوري ته پاکستان لوبډله له ډېره وخته راهیسې له ورو توپ اچونکو پر وړاندې نه ده لوبېدلې، چې په همدې سبب به پاکستان له ستونزو سره مخ کړي.

بل لوري د پاکستان لوبډلې یو شمېر نورو پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو هم د افغانستان لوبډلې په جوړښت خبرې کړي او دا لوبډله یې یوه زړوره او ستونزې جوړونکې بللې ده او پاکستان لوبډلې ته یې د پښو د ټینګولو لارښوونه کړې ده.

په ورته وخت کې د پاکستان لوبډلې روزونکی ثقلین مشتاق بیا ویلي دي، چې دوی به د افغانستان د ورو توپ اچونکو پر وړاندې له ځانګړي پلان څخه کار واخلي.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …