کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک په رسمي ډول خپل نوم بدل کړ؛ دلته په اړه پوه شئ

فیسبوک په رسمي ډول خپل نوم بدل کړ؛ دلته په اړه پوه شئ

د نړۍ په کچه ترټولو مشهورې ټولنیزې رسنۍ فیسبوک د خپل شرکت نوم بدل کړ او په دې اړه یې بیګا ناوخته په رسمي ډول اعلان هم وکړ.

د بهرنیو رسنیو د راپور او مارک زکربرګ د اعلان پر اساس، د فیسبوک شرکت بنسټیز نوم د (میټا) په نوم بدل کړ او ددې اعلان هم د فیسبوک اجراییوي رییس د پراختیا په کلنۍ غونډه کې وکړ.

راپور زیاتوي چې د فیسبوک نوم د نورو اپلیکیشنو (انستاګرام او وټساپ) ته نه دی بدل شوی، بلکې دا نوم د یادو رسنیو اصلي شرکت ته بدل شوی او (META) پرې ایښودل شوی.

سرچینې وایي، چې د فیسبوک له نوم بدلولو موخه په انلاین نړۍ کې د یاد شرکت پراختیا په ګوته شوې.

راپور زیاتوي فیسبوک په دې برخه کې ډېره پانګونه کړې او پلان لري، چې د درې میلیاردو پر شاوخوا کاروونکي د ډېرو وسیلو او غوښتنلیکونو له لارې سره ونښلوي او په اروپا کې لس زره تنو ته د کار زمینه برابره کړي.

دا هم ولولئ

د فیسبوک د نوم په بدلون سره یو نوم ورکي شرکت شهرت ترلاسه کړ

له کله راهیسې چې فیسبوک په خپل نوم کې بدلون راوستی او د شرکت نوم …