کورپاڼه / روغتيا / که د خېټې چینجي لرئ نو له دې ډول خوړو ګټه پورته کړئ

که د خېټې چینجي لرئ نو له دې ډول خوړو ګټه پورته کړئ

روغتیايي څېړنو موندلې چې د خېټې چینجي د یو شمېر نورو خطرناکو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي او د انسان دفاعي سیستم له کمزورۍ سره مخ کوي. که څه هم د خېټې چینجي درمل لري خو یو شمېر جانبي عوارض له ځان سره لري، نو د ستونزې د حل لپاره له لاندې خوړو ګټه پورته کړئ.

ګازرې:
ګازره په خپل ترکیب کې زیاته اندازه ویټامین ای او بیټا کیروټین لري او دغه غذایي توکي په خیټه کې د چینجیو لاروا په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي. که چېرته د ګازرې اوبو کې لږه اندازه شات واچول، نو په طبیعي ډول به د خېټې چینجي له منځه یوسي.

هوږه:
هوږه د بې شمیره ناروغیو لپاره تر ټولو غوره او ګټوره تمامېږي، نو که چېرې د خېټې چینجي لرئ نو هوږه وکاروئ. دغه راز هوږه د هغه ناروغیو لپاره هم خورا ګټوره وي چې د چټلو اوبو په استعمال رامنځته کېږي.

د کدو زړي:
د کدو زړي په خپل ترکیب کې امینو اسید، فټي اسید، ویټامینونه، منرالونه او کاربوهایډریټ لري او د یادو غذایي توکو په لرلو د نورو روغتیايي ګټو سربیره د خېټې د چینجیو د له منځه وړلو لپاره هم ډېر ګټور تمامېږي.

ترخه خواړه:
که چېرته د خیټې چینجي لرئ او غواړئ له منځه یې یوسئ نو ددې لپاره ترخه خواړه ډېر استعمال کړئ او د ترخو خوړو لپاره له کرېلې او نورو سبزیجاتو ګټه پورته کولی شئ.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …