کورپاڼه / کرکټ / ثقلین مشتاق: د افغانستان پر وړاندې په لوبډله کې بدلون نه راولو

ثقلین مشتاق: د افغانستان پر وړاندې په لوبډله کې بدلون نه راولو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لنډمهاله مشر روزونکی ثقلین مشتاق ویلي دي چې د افغانستان پر وړاندې په لوبډله کې کوم بدلون نه راولي.

ثقلین مشتاق زیاته کړې ده، که چېرته په شل اوریز نړیوال جام کې د پاکستان او هند ترمنځ پایلوبه وشي نو زه به ډېر خوشحاله شم، د دواړو لوبډلو ترمنځ به یوه بله لوبه هم ترسره شي.

نوموړي ویلي دي، چې له هند سره له لوبې وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ اړیکې صمیمانه وې او غواړي چې یو ځل بیا همدغسې شېبې وویني.

مشتاق دا هم ویلي چې د افغان لوبډلې ورو توپ اچونکو پر وړاندې، چې د نړۍ غوره ورو توپ اچونکي دي، له ځانګړي پلان څخه کار اخلي او افغان لوبډله به تر فشار لاندې راولي.

په دې اړه نورو پاکستانیو هم څرګندونې کړي او افغان لوبډله یې یوه خطرناکه لوبډله ګڼلې ده. د یادونې وړ ده چې دواړه لوبډلې به نن ماښام ۶:۳۰ بجې په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې له یو بل سره مخ شي.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …