کورپاڼه / روغتيا / د سړې هوا په سبب له زکام ناروغۍ څنګه ځان وساتو؟

د سړې هوا په سبب له زکام ناروغۍ څنګه ځان وساتو؟

د ژمي یا سړې هوا له راتلو سره سم د زکام، تبې او ستوني درد ناروغۍ ډېرېږي او د ګڼ شمېر خلکو ورځنی ژوند او فعالیتونو اغیزمن کوي، خو له نیکه بخته ځینې داسې لارې چارې هم شته چې له یادو ناروغیو مو خوندي ساتي.

لاسونه پریمنځل:
زکام په اصل کې بېلابېلو وایرسونو په سبب رامنځته کېږي او له یوه انسان څخه بل ته انتقالیږي. دا وایروسه د انسان لاسونو ته د دروازې له لاستو او نورو شیانو ورځي، نو ځکه روغتیا پالان وایي چې په پرلپسې ډول لاسونه ووینځئ.

ورزش کول:
په پاکه او آزاده هوا کې ورزش کول د زکام په مخنیوي ګټور تمامېږي، خو په زکام له اخته کېدو وروسته له ورزش کول سره احتیاط پکار دی ځکه دا وخت بدن استراحت او ارام ته اړتیا لري.

خپګان نه کول:
د خپګان او ذهني فشار پرمهال د بدن فعالیتونه کمزوری کیږي، نو ددې لپاره باید ارام اووسئ او استراحت غوره کړئ.

ښه خوب:
د بدن حجرو او دفاعي سیستم روغ ساتلو لپاره ښه خوب اړین دی، ځکه چې د ناروغیو او وایرسونو پر وړاندې مقاومت کوي او روغتیاپالان وایي، ځینې وختونه کم خوب هم د زکام رامنځته کېدو لامل کیږي.

خواړه:
خواړه د انسان په روغتیا کې مهم رول لوبوي او د روغتیا په خرابېدو کې ضرور د نامناسبو خوړو لاس وي، نو ددې لپاره اړینه ده چې خپل خوراک ته پام وکړو، ګټوره غذا وخورو او له غیر صحي خوړو ډډه وکړو.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …