کورپاڼه / خبرونه / یونس خان: افغان لوبډله به تر نیمه پایلوبې پورې رسېږي

یونس خان: افغان لوبډله به تر نیمه پایلوبې پورې رسېږي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او پښتون لوبغاړي یونس خان ویلي دي، چې افغان لوبډله به له هغه څلور لوبډلو څخه وي چې تر نیمه پایلوبې پورې به رسېږي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نن افغان لوبډله له پاکستان سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي. له دې وړاندې افغان لوبډلې ته په لومړۍ لوبه کې د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړې وه

په یاده لوبه کې د افغان لوبډلې ورو توپ اچونکو راشد خان او مجیب ځدران غوره توپ اچونه وکړه او په ترتیب یې څلور او پنځه ویکټې ترلاسه کړې.

یونس خان هم د راشد او مجیب توپ اچونې ته په اشاره ویلي چې افغان لوبډله د ښه توپ وهونکو ترڅنګ پیاوړي توپ اچونکي هم لري، چې لږ هدف څخه هم دفاع کولی شي.

له دې وړاندې هم ګڼ شمېر پاکستانیو کرکټ شنونکو او لوبغاړو پر افغان لوبډله تبصرې کړي او دا لوبډله یې د شل اوریزو لوبو یوه خطرناکه لوبډله ګڼلې ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …