کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / د افغانستان په یوولس کسیزې لوبډلې لنډه تبصره

د افغانستان په یوولس کسیزې لوبډلې لنډه تبصره

افغان لوبډلې په شل اوریز نړیوال جام کې په زړه پوری پیل وکړ او سکاټلېنډ لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه، اوس به خپله دویمه لوبه له پاکستان سره ترسره کړي او کریک ترکر ویبپاڼې د افغان په اوولس کسیزه لوبډله لنډه تبصره کړې، چې دلته به یې راواخلو.

د افغان لوبډلې د پیلیز توپ وهنې ترکیب یو داسې ترکیب ده، چې ښایي د نړیوال جام له غوره اوپنینګ څخه وي، دواړه لوبغاړي، یعنې محمد شهزاد او حضرت ځاځی د چټکې توپ وهنې پوره وړتیا لري او په لومړۍ لوبه یې هم وښودله چې دوی په چټکې توپ وهنې د ډېرو منډو بنسټ ایښودلی شي.

ورپسې رحمن الله ګربز د دوو خطرناکو اوپنرانو په تعقیب لوبه کوي، نوموړی په سم وخت کې د ښو منډو جوړولو وړتیا لري او ترڅنګ یې په ستونزمن وخت کې لوبه هم روانه ساتلی شي. نجیب ځدران ښایي د کرکټ نړۍ هغه لوبغاړی وي چې ډېر لږ موندل کېږي، نوموړي په تېره لوبه کې وښوده، چې په توپ وهنې سره څه کولی شي.

که څه هم اصغر افغان په تېره لوبه کې توپ وهنې ته راښکته نه شو، خو د ورو توپ اچونکو پر وړاندې چټکه توپ وهنه کولی. په هغې پسې د لوبډلمشر محمد نبي نوبت راځي، نوموړی د ښه توپ اچونې ترڅنګ بهترنه توپ وهنه هم کولی شي او په نړیوال جام کې به له خپلو تجربو پوره ګټه پورته کړي.

ګلبدین د سکاټلېنډ پر وړاندې نه توپ اچونه وکړه او نه توپ وهنه خو د پاکستان خلاف به خپل رول لوبوي، له نوموړي وروسته راشد خان راځي چې په توپ وهنه کې بېباکه لوبه کوي او په توپ اچونه کې ښایي د نړیوال جام غوره توپ اچونکی تمام شي.

کریم جنت هم له تېرو څو کلونو راهیسې د لوبډلې برخه ده او له هغه لوبغاړو څخه دی چې د پاکستان خلاف به ښه لوبه وکړي. نوین الحق به د چټک توپ اچونکي په توګه خپل مسولیت ادا کوي او مجیب ځدران یو له هغه لوبغاړو څخه دی چې بې اختیاره ورته شاباسی ورکول کېږي او هغه په تېره لوبه کې دا ثابته کړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …