کورپاڼه / هنر او کلتور / د شاه رخ خان زوی اریان خان په ضمانت له زندانه خوشې شو
اریان خان

د شاه رخ خان زوی اریان خان په ضمانت له زندانه خوشې شو

د باليووډ فلمونو د مشهور اداکار شاه رخ خان زوي اریان خان په ضمانت د خوشې کولو غوښتنه د ممبۍ سترې محکمه ومنله او هغه یې خوشې کړ، هغه له تېرو درې اونیو راهیسې زنداني و.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، پرون د ممبۍ په ستره محکمه کې د اریان خان او د هغه د نورو ملګرو، چې د مـخـد ر ه مـو ا د و په تور نیول شوي و، محکمه کې یې اورېدنه وشوه او بیا په ضمانت خوشې شو.

په ضمانت د خوشې کولو د اعلان وروسته به اریان خان او د هغه ملګري نن یا سبا له زندان څخه خوشې شي. دوی د اکتوبر په ۲مه نېټه د ممبۍ د سمندر په غاړه په یوه کښتۍ کې نیول شوي و.

دغه قضیې له دې وجه ډېر شهرت ترلاسه کړ، چې د شاه رخ خان زوی اریان خان پکې ونیول شو او د هغه له امله نور ټول خلک له خلکو هېر شو او رسنیو او هر ځای کې یوازې او یوازې د شاه رخ خان زوی په اړه بحثونه کېدل.

شاه رخ خان د خپل زوي د نیول کېدو وروسته خپل نور ټول کارونه ځنډولي و او یوازې د هغه د راخوشې کولو لپاره یې هڅې کولې، چې ښايي د نوموړي له راخلاصېدو وروسته ښایي بیا د فلمونو ثبت پیل کړي.

دا هم ولولئ

انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده هیله څرګنده کړه

هندي اداکار انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده کولو هیله څرګنده کړې ده. …