کورپاڼه / خبرونه / ((دا لوبغاړي کولی شي چې پاکستان له ماتې سره مخ کړي))

((دا لوبغاړي کولی شي چې پاکستان له ماتې سره مخ کړي))

د پاکستان یوې شخصي رسنۍ (هماري ویب) یوه لیکنه خپره کړې او په هغې لیکنه کې یې د هغه افغان لوبغاړو نومونه په ډاګه کړي چې پاکستان لوبډله له ستونزو او بالاخره دا لوبډله له ماتې سره مخ کولی شي، دلته د یادې لیکنې ځینې برخې راواخلو.

پاکستان لوبډلې هند او نیوزیلېنډ له ماتې ورکولو وروسته نن ورځ د افغانستان لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي، ددې لوبې په اړه وړاندوینه کول به له وخته مخکې خبره وي، ځکه دا لوبډله کولی شي چې سترې لوبډلې له ماتې سره مخ کړي.

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لوبه څوک نشي هېرولی، دا لوبه چې د لیډز په لوبغالي کې ترسره شوه، د نړیوال جام ۳۶مه لوبه وه او پاکستان لوبډلې د عماد وسیم په توپ وهنې سره وګټله، خو افغان لوبډلې ثابته کړه چې له پاکستان څخه بریا ترلاسه کولی شي.

خو دا نړیوال جام د شل اوریزو دی او د افغانستان لوبډلې درې لوبغاړی پاکستان ته سرخوږی جوړولی شي او دا درې نومونه د راشد خان، مجیب ځدران او حضرت ځاځی دی، راشد خان په ټوله نړۍ مشهور لوبغاړی دی، په شل اوریزو لوبو کې یې ۹۹ ویکټې ترلاسه کړي او نن به ۱۰۰مه هم پوره کړي.

مجیب ځدران، چې تر اوسه یې ۳۰ ویکټې اخیستي، پخپله حیرانوونکې توپ اچونه پاکستان له ستونزو سره مخ کولی شي. بل لوري چټک توپ وهونکی حضرت ځاځی، چې په پاور کې غوره منډې جوړولی شي، که چېرته یې په پاور کې چاره ونشي، پاکستان ته به د لوبې ګټل ستونزمن وي او د پاکستان روزونکي ثقلین مشتاق هم ویلي چې افغان لوبډله پرته له وېرې لوبېږي.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …