کورپاڼه / کرکټ / ډیویډ وارنر د کریسټیانو رونالډ په څېر کار کاوه، خو پرېنښودل شو

ډیویډ وارنر د کریسټیانو رونالډ په څېر کار کاوه، خو پرېنښودل شو

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی ډیویډ وارنر تېره شپه له سریلانکا څخه د لوبې تر ګټلو وروسته په خبري کانفرانس کې د کریسټیانو رونالډو په څېر کړنې ته پرېنښودل شو.

ډیویډ وارنر، چې له ډېرې مودې راهیسې بیټ نه چلېده او پرلپسې ډول په لږو منډو سوځېده، بیګا یې وېده قسمت بیداره شو او د ۶۵ منډو په جوړولو یې خپله لوبډله تر بریا ورسوله.

نوموړي له لوبې وروسته خبري کانفرانس درلود او غوښتل یې چې له میز څخه د رونالډ په څېر د کوکا کولا بوتلونه لېرې کړي، چې ددې کار د کولو هڅه یې هم وکړه، خو پرېنښودل شو او هیله ترې وشوه چې بوتلونه بېرته کېږدي.

ډیویډ وارنر په خندا سره د بوتل په پورته کولو سره وویل، چې رونالډو یې نه غواړي، نو زه یې هم نه غواړي. ښایي هغه په مسخرو کې دا کار کړی وي، ځکه له خندا یې داسې معلومېده.

بل لوري ته څه موده وړاندې کریسټیانو رونالډو د خبري کانفرانس پرمهال له خپلې مخې د کوکا کولا بوتلونه پورته کړي ول، چې بیا یاده شل په میلونونه ډالر تاوان وکړ.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …